د ترکيې ولسمشر: امریکا د منځنۍ اسیا لپاره نوې طرحه لري

د ترکيې ولسمشر: امریکا د منځنۍ اسیا لپاره نوې طرحه لري



د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي امریکا د منځنۍ اسیا لپاره نوې طرحه لري.
 اردوغان د خپل هېواد پارلمان ته په سیمه کې د امریکا د سیاست په اړه خبرې کړې دي.
 اردوغان ویلي، داعش ظهور وکړ، د نابودۍ په حال کې دی، خو سوالونه لا پر ځای دي. اردوغان د پارلمان غړو ته په خبرو کې ویلي، امریکا غوښتل، چې سوریه له داعش ډلې څخه پاکه کړي، ولې تر اوسه دغه هېواد ته د وسلو کاروانونه روان دي؟ معلومه نه ده چې د کوم هېواد پر ضد یې کاروي.
 نوموړي زیاته کړې، موږ پوهېږو چې خبره څه ده، له تروریزم سره مبارزه د امریکا اندېښنه نه ده، دموکراسي ور ته اندېښنه نه ده، د ملکي وګړو ژوند ور ته د اندېښنې وړ نه دی، بلکې امریکا غواړې له دې ټولو څخه په ګټې اخیستنې د منځنۍ اسیا لپاره نوې طرحه جوړه کړي.
 نوموړي ویلي، لرې نه ده چې د داعش ډلې ځای به نوې تروریستي ډله ونیسي او امریکا د ټولې پېښو اصلي مقصره ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top