حریري له استعفا څخه پښېمانه شوی

حریري له استعفا څخه پښېمانه شوی



د لبنان لومړي وزیر سعد حریري، چې له دې وړاندې یې له خپلې دندې څخه د استعفا اعلان کړی و، له خپل ولسمشر سره تر اوږدو خبرو وروسته ویلي، چې له استعفا بېرته په شا شوی دی.
 نوموړی د استعفا تر اعلان وروسته سعودي عربستان ته تللی و، له هغه وروسته یې ۱۸ ورځې په فرانسه کې تېرې کړې، اوس بېرته خپل هېواد ته ستون شوی دی.
 د المیادین تلوزیوني شبکې د خبر له مخې حریري ویلي، له ولسمشر سره یې تفصیلي خبرې کړې دي او د ستونزو د حل پر سر هوکړې ته رسېدلی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top