ولې مو د سر او ږيرې ويښتان سپينيږي؟ لاملونه او درملنه يې (لومړۍ برخه)

ولې مو د سر او ږيرې ويښتان سپينيږي؟ لاملونه او درملنه يې (لومړۍ برخه)



د ښوونځۍ په درسونو کې مو لوستلې دي، چې د ژونديو موجوداتو وجود له ژونکو (حجرو يا Cells) څخه جوړ شوی دی او حجره د يو ژوندي موجود د بدن د جوړښت او دندې واحد دی.
 
حجرې مختلف ډولونه، عمر او دندې لري، کله چې نوې حجرې منځ ته راځي نو زړې حجرې مري او له بدن څخه وځي. د ويښتانو او نوکانو لويدل، هغه مړې حجرې دي، چې د نویو حجرو پر اساس بهر راوځي.

دلته په دې خبرې کو، چې ولې مو ويښتان سپينيږي او څنګه يې مخنیوی کولی شو.
 
- د ويښتانو د سپينېدو لاملونه:
۱- جېنېټک: د ارثي لاملونه له امله د ځينو کسانو ويښتان له شل کلنۍ هم مخکې سپينيږي، چې د نورو لاملونه سره - سره يې ارثي اغېزې هم لامل بلل شوی دی.
 
۲- د مېلانېن Melanin کمښت: مېلانېن Melanin په ژونديو موجوداتو کې د ويښتانو د طعبيي رنګونو ګروپ دی، کله چې په وجود کې د مېلانېن Melanin ټاکلې شمېره کمه شي نو د ويښتانو رنګ په سپين اوړلي. مېلانېن Melanin هغه وخت په وجود کې کمښت پيدا کوي، چې په لږ شمېر پروټين وخورو او خوراک مو د پروټينو او نورو منرال لرونکو خواړه له اړخه ضعيف وي.
 
۳- هورمونونه: د ژونديو موجوداتو په وجود کې د نورو سېسټمونو ترڅنګ د هورمونونو سېسټم د ژوندي او مهم رول څخه برخمن دی. د انسان په بدن کې مختلفې غدې مختلف هورمونونه ذخېره کوي. هر کله چې د هورومونونو شمېر بې توازنه شي او په ځانګړې ډول هغه هورمونونه چې د ويښتان له رنګ سره اړيکه لري، د ويښتانو د رنګ د تللو سبب کيږي.
 
۴- د B12 وېټامين کمښت: د بي ۱۲ ويټامين کمښت او همدارنګه په تیروئید (thyroid) او پیټیوټري (pituitary) غدو کې ستونزې د ويښتانو د سپين والي لاملونه دي.
 
۵- خفګان، الکولي څښاک او غېرې روغتيايي خوراک: له حده ډېر خفګان او اندېښنې د انسان په وجود بد او منفي اغېز لري، چې يو يې له دغو څخه د ويښتانو سپين والی دی، همدارنګه الکولي څښاک او غېرې صحي خوراک د ويښتانو د سپين والي لاملونه دي.
 
۶- کيمياوي مواد: په هغه شامپو او صابون سره د ويښتانو مېنځل، چې په ډېره کچه تيز کيمياوي ترکيب ولري، په مستقيم ډول د ويښتانو د سپېنېدو سبب کيږي. له شامپو او صابون پرته، ځېنې کيمياوي کريمونه، د ويښتانو تيل او جيل هم د ويښتانو په زر سپينېدو کې مرسته کوي.
 
۷- بهرني لاملونه: د هوا ککړتيا او ناڅاپي بدلون د ويښتانو د زر سپېنېدو بهرني لاملونه شمېرل کيږي.
 
د ويښتانو د زر سپېنېدو مخنېوی او درملنه:
۱- تور چای: په يوه اونۍ کې درې او يا دوه ځلې مو د سر ويښتان په تور چای سره لنده کړئ، تور چای د سپينو ويښتانو د ډېر والي مخنيوی کوي او همدارنګه تورو ويښتانو ته ځلا ورکوي.
 
طريقه:
۱- دوه کاشوغې تور چای او يو ګيلاس اوبه.
۲- تورچای په اوبو کې جوش کړئ.
۳- جوش شوی تور چای پرېږدئ، چې سوړ شي.
۴- کله چې چای سوړ شو، نو بيا يې په سر باندې له ۱۰ څخه تر ۱۵ دقيقو پورې ومښوئ ترڅو د ويښتانو لاندې د سر پوستکی مو لوند شي.
۵- له مښولو ووسته مو د سر وېښتان د يو ساعت لپاره همداسې پرېږدئ.
۶- وروسته له يو ساعت څخه، په نرم صابون او يا شامپو سره مو وېښتانو پرېمنځئ.

نور بيا....
tags

ستاسې تبصرې

*


Top