په تېرو لسو کالنو کې د پاکستان په دينو مدرسو کې، په ماشومانو ۳۷۵ جنسي تيري شوې دي

په تېرو لسو کالنو کې د پاکستان په دينو مدرسو کې، په ماشومانو ۳۷۵ جنسي تيري شوې دي



روهي (څلور نۍ/د لېندۍ لومړۍ نېټه)، د اسوشېټډ پرېس خبري آژانس، په يوه نوې راپور کې کې ويلي، چې د پاکستان په مدرسو کې په ماشومانو باندې په ډېر شمېر سره جنسي تيري کيږي، چې د ديني مشرانو د نفوذ پر بنسټ له د خلکو او له رسنيو له سترګو پټ ساتل کيږي، خو بيا هم په تېرو لسو کالنو کې ۳۷۵ د جنسي تيري پېښې د پاکستان د رسنيو له خوا افشا او نشر شوې دي.
 
ياد راپور د يو ماشوم کيسه داسې راخلي، "په پنجاب ايالت کې مې د خپل کور ترڅنګ په يوه ديني مدرسه کې زده کړې پيل کړې، خو د مدرسې د ملا له خوا راباندې جنسي تجاوز وشولو."
 
يو بل نهه کلن کوثر نومی ماشوم وايي، "زما د کميس لمن يې زما په خوله کې راکړه چې چيغې ونه وهم، ما باندې يې جنسي تيری وکړ، ټوله شپه مې په ژړا تېره کړه، سهار مې له ملګرو غوښتنه وکړه چې کورنۍ مې خبره کړي ترڅو ما له دې مدرسې وباسي."
 
د اسوشېټډ پرېس د راپور په بنسټ، کابو دوه مېليونه ماشومان د پاکستان په ديني مدرسو کې درس لولي، چې ډېری يې د جنسي پېښو قرباني کيږي.
 
اسوشېټډ پرېس په خپل راپور کې د پاکستانو د مدرسو ډېر ماشومان غږولې دي او هغوی ورته د رباندې شويو جنسي تيريو خبرې کړي، خو دا پاکستان پوځ بيا د يادو ادعاو په واړه وايي، چې په دې اړه پوره شواهدو او له عدليي طب څخه تاېيد ته اړتيا ده، چې مجرمين ونېول شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top