عمران خان د پاکستان له سترې محکمې غوښتنه کړې چې د پښتنو قبایلي سیمې دي د خیبر پښتونخوا په ایالت کې شاملې شي

عمران خان د پاکستان له سترې محکمې غوښتنه کړې چې د پښتنو قبایلي سیمې دي د خیبر پښتونخوا په ایالت کې شاملې شي



د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران د پاکستان له سترې محکمې غوښتنه کړې ده چې د پښتونستان قبایلي سیمې دې د خیبر پښتونخوا ایالت تر کنټرول لاندې راوستل شي.
عمران خان چې د پښتونخوا حکومت یې د ګوند په لاس کې دی سترې محکمې ته په خپل غوښتنلیک کې لیکلي دي چې د خیبر پښتونخوا حکومت د دې کار لپاره اماده دی تر څو خیبر او وزیرستانونه د پاکستان دولت تر مطلق کنترول لاندې راوستل شي.
یادې سیمې له انګریزانو سره د ډیورنډ کرښې ایستلو هوکړې پر وخت خودمختارې وې چې د څه وخت لپاره پکې د پښتونستان خپلواک دولت هم جوړ شوی و خو د پاکستاني ښکیلاک له لوري له مینځه یووړل شو.
تر اوسه څرګنده نه ده چې په دې اړه به د افغان دولت غبرګون څه وي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top