غزني کې د ولایتي شورا د وکیلانو تر مینځ نښته شوې ده

غزني کې د ولایتي شورا د وکیلانو تر مینځ نښته شوې ده



د غزني د ولایتي شورا ریاست کرسۍ د لاسته راوړلو په موخه نن د غزني د ولایتي شورا د ځینو وکیلانو تر مینځ نښته شوې ده چې په ترڅ کې یې ساتونکي سره لاس او ګریوان شوي دي او درې تنه ټپیان دي.
نښته وروسته له هغې وشوه چې پرون د یاد ولایت ولایتي شورا د ریاست لپاره په ټاکنو کې د نصیر احمد فقیري او لطیفې اکبري مساوي رایي ترلاسه کړې او نن د دوی د تحصیلي اسنادو او کاري تجربې د کتلو په موخه د کمیسیون ټاکلو ورځ وه چې د دواړو او همدارنګه غلام حسین چنګیز او عبدالجامع جامع ساتونکي یو له بل سره لاس او ګریوان شول چې درې تنه پکې ټپیان شول.
د غزني ولایتي شورا د ولایت مقام د ولایتي شورا د وکیلانو تر مینځ په نفاق اچولو تورنوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top