طالبانو د فاریاب مرکز او څلورو ولسوالیو د بریښنا مزی غوڅ کړی دی

طالبانو د فاریاب مرکز او څلورو ولسوالیو د بریښنا مزی غوڅ کړی دی



د فاریاب چارواکي وایي چې طالبانو د یاد ولایت مرکز او څلورو ولسوالیو د بریښنا مزی غوڅ کړی دی چې له امله یې د یا دولایت ۵۷زره کورنۍ د بریښنا څخه محرومې شوي دي.
د فاریاب خواجه سرپوش ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال د پژواک خبري آژانس خبریال ته ویلي دي چې د پښتونکوټ، خواجه سبز پوش، شیرین تګاب او دولت آباد ولسوالیو بریښنا د ده په امر پرې شوې ده.
طالبان وایي هلته به یاد بریښنا خوشي کړي چې دولت د دوی درې تنه بندیان ورته خوشي کړي.
له بلې خوا د فاریاب چارواکي وایي چې طالبان د هغو دریو تنو د خوشي کیدو غوښتنه کوي چې د فاریاب جوزجان پر لاره یې د افغان ځواکونو درې تنه له موټره ښکته کړي او یو تن یې چې د ملي اردو سرتیری و شهید کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د دریو ورځو راهیسې د فاریاب جوزجان لویه لاره هم تړلې ده چې دواړو خواوو ته یې مسافران د خلاصیدو په تمه دي.
خو چارواکي وایي چې طالبان به وټکوي او دواړه ستونزې به حل کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top