د مخالفینو لاس ته لوېدلې رینجر موټر د خوست ملي پولیسو لاس ته راوړي

د مخالفینو لاس ته لوېدلې رینجر موټر د خوست ملي پولیسو لاس ته راوړي



خوست امنیي قوماندانۍ د تېرې اونۍ لاسته راوړنې د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې ولس ته وښودې.
خوست امنيي قوماندان جنرال فیض الله غیرت وايي چې دا اوونۍ مو پوره له لاسته راوړڼو ډکه وه،
دده په خبره چې په تېره اوونۍ کې مو لس عرادې موټر د غلو څخه لاسته راوړي دي او یو مشهور غل د پولیسو سره په مخامخ جګړه کې ټپي شوی دی.

خوست امنيه قومندان فيض الله غيرت وايي، "د خوست ملي پولیس ود بیلابېلو جرمنو په وړاندې اوچت ګامونه اخیستي دي او ډيرې لاسته راوړنې لري، لس عرادې موټر د غلو څخه په لاس راغلي دي، چې شپږ عرادې د احططاف ګرو یو ګروپ وو چې یو مشهور يي د پولیسو سره په مخامخ جنګ کې ټپي شوی دی او د پولیسو تر څار لاندې په روغتون کې بستر دی او همداشان یوه عرا ده رینجر موټر چې د پکتیا په جانېخېلو ولسوالۍ کې د مخالیفینو لاسته لويدلي وه د خوست پولیسو تر لاسه کړه ."

همداشان غیرت وايي چې د تېرې اوونۍ په لاسته راوړنو کې شپږ ميله کلاشینکوف، درې میله تومانچې ، نولس کیلو چرس او ځینې نور نشايي توکې نیول شوي دي چې ورسره څوارلس کسان نیول شوي دي او مربوطه ارګانونو ته معرفي شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top