کونړ: ۱۲۰ کسانو د حرفوي زده کړو څخه د فارغت سندونه تر لاسه کړل

کونړ: ۱۲۰ کسانو د حرفوي زده کړو څخه د فارغت سندونه تر لاسه کړل



روهي (څلورنۍ/د لېندۍ لومړۍ نېټه)، په کونږ ږلايت کې د حرفوي زده کړو په بروګرام کې، د (۲۰) میرمنو په ګډون (۱۰۰) تنه د شپږمیاشتو حرفوي زده کړو وروسته د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.

د کار، ټولنیزوچارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د مهارتونو پراختیا ملي پروګرام له مخې په کونړ کې د نجارۍ، برېښنا، خیاطۍ، مبایل او موټر سایکل جوړونې په برخه کې (۱۰۰) تنه د شپږ میاشتو حروفوي زده کړو وروسته فارغ او د یوې غونډې په ترڅ کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رییس او یو شمېر نورو مشرانو په لاسنو په فارغو زده کوونکو بریلیکونه او د اړتیا وړ وسایل وویشل شول.

د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي عطاء الله نوري په پرانیستونکو خبرو کې وویل، " د وزارت او مرستندویه موسسو له لوري په دې ولایت کې (۴۰۰۰) کسان د حرفوي زده کړو په برخه کې روزل شوي او د خلکو په چوپړ کې دي."

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل کسب ګر د الله دوستان دی او د ژوند اړتیاوو پوره کولو کې د خلکو سره مرسته کوي ،کونړ والي له ځوانانو وغوښتل چې د هېواد په ابادۍ کې رغنده ونډه واخلي او خپل مهارتونه د ټولنې ښیرازۍ او پرمختګ لپار په کار و اچوي.

قومي مشرانو او دیني عالمانوهم یاد پروګرام ګټور وباله او دلاپراختیا غوښتنه یې وکړه .
د غونډې په وروستۍ برخه کې د شاګردانو په لاسونو چمتو شوې ډالۍ د کونړ والي ته ورکړل شوه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top