امریکا پر شمالي کوریا بندیزونه نور هم زیات کړي

امریکا پر شمالي کوریا بندیزونه نور هم زیات کړي



د امریکا مالیې وزارت وایي پر شمالي کوریا د بندیزونو لېست یې پراخ کړی دی.
 د امریکا مالیې وزارت تازه پر یوه چینایي وګړي او ۱۳ هغه شرکتونو بندیز لګولی، چې د شمالي کوریا له هستوي پروګرام سره په یو ډول نه، یو ډول مرسته کولی شي.
 دغه راز د سیدونگ سان په نوم یو چینایي وګړی او په چین کې څلور ثبت شوي شرکتونه د بندیزونو په لېست کې شامل شوي دي.
 دغه وزارت همدا راز په شمالي کوریا کې پر دوولس بار شویو کښتيو هم بندیز لګولی دی.
د یادونې ده هر څومره چې امريکا پر شمالي کوریا فشارونه زیاتوي، شمالي کوریا هم د نويو توغنديو آزمویلو ته زور وروکوي، چې اوسمهال د دې جوګه شوي، چې د امريکا هېواد هره برخه په نښه کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top