ترکیه: د داعش ظهور او نابودي دواړه له ابهامه ډک دي

ترکیه: د داعش ظهور او نابودي دواړه له ابهامه ډک دي



د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د داعش ډلې ظهور او نابودي له ابهام څخه ډک دي او امریکا باید دا واضح کړي، چې د کوم دلیل له مخې اوس هم سوریې ته وسلې استوي.
 د اناتولي خبري آژانس د خبر له مخې اردوغان نیوکه کړې، چې  که څه هم په عراق او سوریه کې داعش ډله نوره له منځه تللې ده، خو د اسد حکومت پر خپل ځای دی او امریکا اوس هم دغه هېواد ته وسلې استوي.
 
بل خوا د ایران د ملي امنیت د شورا مشر او پخوانی پوځي قوماندان علي شمخاني ويلي: که غرب د داعش ملاتړی نه وای ژر به له منځه تللی وای.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top