شمالي کوریا: اوس د امریکا پر هره سیمه توغندیز برید کولی شو

شمالي کوریا: اوس د امریکا پر هره سیمه توغندیز برید کولی شو



وروسته له هغې، چې تیره جمعه شمالي کوریا یو نوی بالستیک توغندی وازمویلو، د دغه هېواد ولسمشر اعلان وکړ، چې اوس دوی د امریکا پر هره سیمه توغنديز برید کولی شي.
د فرانس پرېس د خبري آژانس د رېپوټ پر بنسټ، کیم جونګ اون د شمالي کوریا جمهور رييس ويلي، چې: د توغندي وروستي آزموينې دا وښودله، چې د امریکا هره برخې ته د دوی توغندی ورسیدلی شي.
تیره جمعه شمالي کوریا په بریالیتوب سره یو توغندی وازمویلو، چې د جاپان ځانګړو اقتصادي اوبو په برخه کې را پریوت.
د امریکا د دفاع وزارت او جاپان لخوا د دغه آزموينې پخلی شوی.
جمهور رييس ډونالډ ټرامپ ويلي: چې امریکا د شمالي کوریا دغه خطرناکه کړنه محکوموي، چې په تیره یوه میاشت کې د دوهم ځل لپاره تر سره کيږي.
شمالي کوریا بیا وايي، چې تر څو امريکا د سويلي کوریا سره په سیمه کې پوځي تمریناتو ته دوام ورکوي او ګواښونه کوي، دوی به هم خپل اټومي پروګرام او د توغنديو آزموینو ته دوام ورکړي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top