ټرمپ او پوتین د اوکراین او شمالي کوریا د وضعیت په هکله خبرې اترې کړي دي

ټرمپ او پوتین د اوکراین او شمالي کوریا د وضعیت په هکله خبرې اترې کړي دي



روهي (څلور نۍ/د ليندۍ ١)، تېره شپه د امریکا او روسیې ولسمشرانو ډونلډ ټرمپ او ودیمیر پوتین د تلیفوني خبرو اترو په ترڅ کې د اوکراین شخړې په سوله ایز حل خبرې وکړې او همدارنګه یې په شمالي کوریا د لازیات فشار راوړلو هوکړه وکړه.
پوتین همدا ډول د امریکا ولسمشر ته د سوریې ولسمشر بشارالاسد سره د لیدو او د خبرو پایلې په هکله هم مالومات ورکړل. د دواړو هیوادونو مشرانو په منځنۍ ختیځ او منځنۍ اسيا کې د تروریزم سره د ګډې مبارزې اهمیت تاکید کړ او همداراز موافقه وکړه، چې د القاعده، طالبانو او نورو ترورستي سازمانونو په وړاندې د جګړې په برخه کې د لا زیاتو همکاریو لارې ومومي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top