د زمبابوې ۹۳ کلن ولسمشر رابرټ موګابې استعفا ورکړه

د زمبابوې ۹۳ کلن ولسمشر رابرټ موګابې استعفا ورکړه



روهي (درې نۍ/۳۰ د لړم)، له څلورولسېزو (۴۰ کاله) ولسمشرۍ وروسته د زمبابوې ولسمشر رابرټ موګابې نن ورځ استعفا ورکړه.
 
نوموړي په خپل استعفا ليک کې لېکلي وو، "زه رابرټ ګیبیریل موګابې، د زمبابوې د اساسي قانون د ۹۶ څپرکې اړوند په رسمي ډول خپله استعفا وړاندې کوم."
 
د ښاغلي موګابې له استعفا وروسته، خلک سړکونو ته راووتل، په ناڅا او خوښۍ سره يې د نوموړي د استعفا هرکلی وکړ.
 
که څه هم رابرټ موګابې د زمبابوې د خپلواکۍ لپاره په اويايمې لسيزه کې مبارزه کړې وه، خو په هېواد کې داقتصادي ورسته پاتې کېدنې له امله خلک ورڅخه نه خوښ وو، په زمبابوې کې په پراخ شمېر لاريون ترسره شول او د هېواد پوځ، پوځي واک تر لاسه کړ، خو له يادو بدلونو سره بيا هم ولسمشر رابرټ موګابې د دندې پرېښدو ته تيار نه وو، چې نن ورځ يې له ډېرو فشارونو وروسته استعفا ورکړه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top