ننګرهار: څلور زره جريبه غصب شوې دولتي ځمکه له غاصبينو خلاصه شوه

ننګرهار: څلور زره جريبه غصب شوې دولتي ځمکه له غاصبينو خلاصه شوه



روهي (درې نۍ/۳۰ د لړم)، د ننګرهار عدليې رياست مسؤلين وايي چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې يې تر څلور زره جريبه غصب شوې دولتي ځمکه له غاصبينو مسترد کړې او اړونده ادرو ته يې د سپارلو لارښوونه کړې.
د چارواکو په وينا، ډېری ځمکې په امنه سيمو کې غصب شوي ، چې را ګرځول يې داړونده ادارو مسؤليت دی. د عدليې ريئس مستوخان هلال په مشرۍ د قضا دولت امر نصيراحمد خاموش،څارنوال محمدغياث او څو تنو نورو په ملتيا يو پلاوی روداتو ولسوالۍ ته تللی و او هلته يې د بشر حقونو مديريت له کارونو څخه دليدنې او ارزونې ترڅنګ د غصب شويو دولتي ځمکو د خلاصون په اړه له قومي مشرانو سره ناسته ترسره کړه.

مستوخان هلال وويل:له سفره يې موخه ديادې ولسوالۍ ولسونو ته دحقوقو د مديريت دوظايفو او ور ترغاړه مسؤليتونو په اړه پوهاوی په ګوته کوي. له تېرو اتو مياشتو راهيسې يې دقانون دتطبيق او عدالت ته د خلکو دلاس رسي ترڅنګ د دولت دمنقول او غيرمنقول شتمنيو ساتنې ته دپام وړ کار کړی.

نوموړی زياتوي، "په دغه موده کې يې د اړونده ادارو د عريضو پر اساس ترڅلور زره جريبه غصب شوې دولتي ځمکه له غاصبينو مسترد کړې او اړونده ادارو ته دسپارلو لارښوونه يې کړې."

د عدليې رئيس همداراز زياته کړه،چې له جملې يې ديارلس سوه ديرش جريبه ځمکه په روداتو ولسوالۍ کې غصب شوې وه،چې د دوی له لوري را وګرځول شوه او ديادې ولسوالۍ املاکو مديريت دسپارلو حکم کړی .
د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار بيا ديادې ولسوالۍ پر امنيتي او پرمختيايي برخو رڼا واچوله ، خو غصب يې يوه لويه ستونزه ياده کړه.

په همدې حال کې د روداتو قومي مشرانو بيا په ياده ولسوالۍ کې د ټولو دولتي او عامه تاسيساتو دجوړولو هرکلی وکړ،خو دنورو سيمو داوسېدونکو له لوري يې په ياده ولسوالۍ کې د ځمکې دغصب دمخنيوي کلکه غوښتنه وکړه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top