کونړ: افغان ځواکونو د پاکستان پر پوستو بريدونه کړي او پاکستانۍ ملېشو ته يې مرګ او ژوبله اړولې ده

کونړ: افغان ځواکونو د پاکستان پر پوستو بريدونه کړي او پاکستانۍ ملېشو ته يې مرګ او ژوبله اړولې ده



روهي (درې نۍ/۳۰ د لړم)، په تېره اونۍ کې د پاکستان پوځ له خوا د کونړ ولايت په مختلفو ولسوليو په سلګونه توغندې وتوغول شول، چې له مالي زيان سره يې ملکي کسانو ته د سر زيان هم اړولی دی.
 
افغان امنيتي ځواکونو د يادو بريدونو په ځواب او غبرګون کې، د پولې هغه خوا د پاکستاني پوځ پر پوستو بريدونه کړي چې يو شمر پاکستانيو مليشو ته يې مرګ او ژوبله اوړلې ده.
 
د کونړ ولايت امنيه قومندان جمعه ګل همت هم ياد بريدونه تائيد کړ او د پاکستان پوځ يې، په کونړ ولايت کې د حکومت د وسله والو مخالفينو سره په همکارۍ تورن کړی دی.
 
د پاکستان پوځ له خوا له تېرو څو کالنو راهيسي پر کونړ ولايت د راکټونو او توغنديو بريدونه کيږي، چې د افغانستان د دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو له وار - وار فشارونو سره هم په کې کموالی نه د راغلی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top