پوتین: په سوریه کې مو نظامي عملیات پای ته رسېږي

پوتین: په سوریه کې مو نظامي عملیات پای ته رسېږي



روسیه غواړي په سوریه کې نور خپل نظامي عملیات پای ته ورسوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوچي ښار کې د خبرو پرمهال ویلي، هیله لرم په نېږدې راتلونکې کې په سوریه کې د تروریزم پر وړاندې د نظامي عملیاتو د پای اعلان وکړو.
پوتین په سوچي ښار کې د سوریې د ولسمشر بشار اسد سره د لیدلو پر مهال ویلي، که څه هم ترهګرو ته په پوره ډول تر ماتې ورکولو پورې لا وخت شته، خو فکر کوم نور مو له سوریې سره د همکارۍ مسوولیت ادا کړی دی او باید دغه نظامي عملیات پای ته ورسوو.
پوتین دغه راز د روسیې د دفاع له وزیر او د مسلحو ځواکونو له قوماندان سره د لیدو پرمهال تاکید کړی، چې ډېر ژر به د دغه عملیاتو پای اعلان کړي.
 پوتین همدا راز ویلي په سوریه کې د ترهګرو پروړاندې ډېره مبارزه شوې ده او بریالۍ هم و.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top