نايجريا: په جومات کې دننه ځانمرګی بريد شوی او پنځوس کسان يې وژلې دي

نايجريا: په جومات کې دننه ځانمرګی بريد شوی او پنځوس کسان يې وژلې دي



روهي (درې نۍ/۳۰ د لړم)، د راپورنو پر بسنټ د نايجريا په (اداماوا) ولايت کې د يو ځوان له خوا په جومات کې دننه ځانمرګی بريد شوی، پنځوس کسان په کې وژل شوې او يو شمېر يې ټپيان کړې دي.
 
د امريکا غږ پښتو وېب پاڼې د خبر له مخې، چې ځانمزګې بريدګر سهار مهال د لمانځه پر وخت پر خپل ځان پرې چاودېدونکو مواد چاودنه ورکړي چې لمونځ کوونکو ته يې مرګ - ژوبله اوړلې ده.
 
د نايجريا چارواکي په دې اند دي، چې ښايي ياد بريد د (بوکوحرام) په نوم د نايحريا حکومت مخالفې وسله والې ډلې کړی وي، خو تر اوسه کومې وسله والې ډلې د ياد بريد مسوليت نه دی منلی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top