پاکستان: افغان حکومت او طالبان دې خبرو ته سره کېني

پاکستان: افغان حکومت او طالبان دې خبرو ته سره کېني



پاکستان وایي اړتیا ده چې افغان حکومت او طالبان پرته له کوم قید او شرط څخه د خبرو مېز ته سره کېني او په دغه هېواد کې جګړه پای ته ورسوي.
 په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازې ملیحې لودي نن د دغه سازمان عمومي غونډې ته د خبرو پرمهال ویلي، چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه هوارېږي، نو اړتیا ده چې دواړه لوري د مذاکراتو له لارې روانه جګړه پای ته ورسوي.
 پاکستان ټوډې وایي، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازې ویلي، د نړۍ قدرت لرونکو هېوادونو په ۱۶ کلونو کې د جګړې له لارې د افغانستان ستونزه حل نه شوای کړای، بلکې جګړو لا په دې هېواد کې زور اخیستی.
 نوموړې په افغانستان کې پر دواړو اړخونو غږ کړی، چې د جګړې پر ځای د خبرو لار غوره کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top