محمودشاه حبیبي : د خوست نړیوال هوايي ډګر پروژه د قراداد مطابق پلي شوې ده.

محمودشاه حبیبي : د خوست نړیوال هوايي ډګر پروژه د قراداد مطابق پلي شوې ده.



روهي (درې نۍ/۳۰ د لړم)، د سه شنبې په ورځ دخوست ولایت د ملکي نړیوال هوایي ډګر د ځغاست لیکې او نورو نویو جوړو شویو اړونده پروژو د ارزونې په موخه لویه ولسي او مسلکي ناسته ترسره شوه چې ترڅنګ یې د کام ایېر هوايي شرکت اړوند یوې لویې الوتکې ازمایښتي پرواز هم ترسره کړ چې د سیمه والو او ورغلو کسانو له لوري یې تود هر کلی وشو.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وویل چې د هوایي ډګر مهمې او سترې پروژې ته په کتو سره د هوایي چلند د خپلواکې ادارې سره په ګډه له تصمیم نیولو وروسته یې پرېکړې وکړه چې د ځغاست لیکې پروژه باید تر پرانېستې وړاندې په یوه امتحاني پرواز او د هوایي چلند ادارې د تخنیکي کسانو پواسطه له نږدې وارزول شي.نوموړي په بریالیتوب سره د ازمایښتي پرواز په ترسره کولو خوښي وښوده او پدې هکله یې د خوست خلکو ته مبارکي وویله.

خوست والي په خپلو خبرو کې وویل نن د هوایي ډګر د بشپړو شویو پروژو د ارزونې پروګرام دی،که هرڅوک د پروژې په اړه نظر،نیوکې،وړاندیزونه یا ملاحظات لري، د هوایي چلند د خپلواکې ادارې ټوله رهبري او د اړونده قراردادي شرکت مسوولین یې په وړاندې شتون لري نو کولای شي چې خپلې ستونزې،اندېښنې یا پشنهادونه ورسره همدا اوس په مخامخ ډول شریک کړي.

ویناوالو په یوه غږ د مرکزي حکومت په ځانګړي ډول د راغلي پلاوي څخه وغوښتل چې د هوایي ډګر د نورو پروژو په منظورېدو او پلي کېدو کې د خوست ولایتي ادارې سره اړینه همکاري وکړي، ترڅو دخوست خلک د یوه مکمل هوایي ډګر څخه برخمن او خوست په رښتیني ډول د سیمې او نړۍ سره وصل شي.

د هوایي چلند د خپلواکې ادارې عمومي رییس ښاغلي محمودشاه حبیبي وویل چې د هوایي ډګر پروژه د ډېرو ستونزو سربېره دخوست والي،هوایي چلند ادارې او د افغان ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني په ځانګړي پاملرنه او زیاتو هلو ځلو بشپړه شوه چې نن په کې ازمایښتي پرواز په بریالیتوب سره ترسره شو.
نوموړي د غونډې برخوالو او په ټوله کې دخوست ولس ته ډاډ ورکړ چې پروژه د قراداد مطابق ترسره شوي ده ، که چېرې په کومه برخه کې جدي نواقص یا خیانت ثابت شي،په کې ښکېل کسان به له ځنډ پرته څارنوالۍ ته ور وپېژني.

ښاغلي محمودشاه حبیبي دناستې ګډونوالو ته د زېري په توګه وویل چې د هوایي ډګر لپاره به د اطفایي مرکز ،د هوا پېژندنې او را دار سېستم او په داخل کې د حلقوي سړک د جوړېدو پروژې مراحل په خلاصېدو دي او عملي کارونه به یې د یوې میاشتې په ترڅ کې عملاً پيل شي.

په ټولنیزو رسنیو کې د یاد هوايي دګر د چهار دیوالۍ عکسونه خپریږي چې بېرته وران شوي دي، خوست والي ولس ته ډاډ ورکړ چې ددغې خراب شویو برخو باندې په په نږدې ورځو کار پیل شي او بېرته به ورغول شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top