روسیه وایي طالبان دې د نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه وپیژندل شي

روسیه وایي طالبان دې د نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه وپیژندل شي



په ملګرو ملتونو کې د روسیې نړیوال استازي ویلي دي چې طالبان دې د نړیوالو ترهګرو ډلو په لست کې شامل کړل شي.
واسیلي نبنزیا د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل چې ګواکې د هیواد (روسیې) پر خلاف یې یو اطلاعاتي کمپاین پيل شوی دی چې له مخې یې کوښښ کیږي پر دوی له طالبانو څخه د ملاتړ، د هغوی د مالي تامین او وسلو ورکولو تور ولګیږي کوم چې د روسیې لپاره د منلو وړ نه دی.
نوموړي ویلي دي چې روسیه لومړنی هیواد و چې په ملګرو ملتونو کې یې غوښتنه وکړه تر څو طالبان د نړیوالو ترهګرو په لست کې شامل کړای شي او لا هم پر خپل پخواني دریځ ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې یو ځل پخوا روسیې تایید کړې وه چې د داعش ډلې د له مینځه وړلو په موخه به له طالبانو سره هوکړې ته ورسیږي چې په ترڅ کې یې داسې ګونګوسې خپرې شوې چې د طالبانو مشر ملا هبت الله روسیې په سفر هم تللی و.
له بلې خوا داسې خبرونه خپاره شول چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له طالبانو سره روسي مشاورین هم لیدل شوي دي.
د روسیې پر وړاندې وروستی غبرګون د افغان ولسمشر وینا وه چې په پکتیا ولایت کې یې طالبانو ته غیر مستقیم پيغور ورکړ او په غیر مستقیم ډول یې طالبان تورن کړل چې د روسیې څخه ملاتړ تر لاسه کوي چې پر وړاندې یې د روسیې بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی و او دا یې رد کړې وه چې ګواکې دوی له طالبانو ملاتړ کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top