لبناني ځواکونو ته د اسراییلو احتمالي برید لپاره د ځواب په موخه د تیارسئ امر شوی

لبناني ځواکونو ته د اسراییلو احتمالي برید لپاره د ځواب په موخه د تیارسئ امر شوی



د لبنان ستر درستیز خپلو ځواکونو ته امر کړی دی چې د اسراییلو د احتمالي برید لپاره دې اماده وي.
لوی درستیز جوزیف اون د لبنان په جنوب کې له اسراییلي ښکیلاک سره په پرته پوله لبناني پوځ ته امر کړی دی چې د هر ډول خطر پر وړاندې باید څک وي او د تیارسئ حالت دې غوره کړي.
لبنان وروسته له هغې داسې ګام پورته کوي چې اسراییلو پر یاد هیواد تور پورې کړي چې پر وړاندې یې له ایران سره یولاس شوي دي.
اسراییلو پر عربي دولتونو غږ کړی دی چې د ایران او حزب الله شیعه ډلې پر وړاندې دې له دوی سره همکاري وکړي.
له بلې خوا د سعودي عرب شاهي واکمنۍ او اسراییلو تر مینځ پټ سیاسي تماسونه هم په ډاګه شوي دي چې له امله یې لبنان خپلو ځواکونو ته خپلې دفاع لپاره د تیارۍ امر کړی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top