بشار اسد روسیې ته ناڅاپي سفر کړی دی او په سوچي کې یې له پوتین سره کاته کړي

بشار اسد روسیې ته ناڅاپي سفر کړی دی او په سوچي کې یې له پوتین سره کاته کړي



د سوریې دولت رییس بشار اسد روسیې ته په ناڅاپي سفر تللی دی د یاد هیواد په سوچي ښار کې یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه کړې ده چې د سوریې د کړکیچ د سوله ییز حل په موخه یې خبرې اترې کړي دي.
ویل کیږي چې لیدنې دوه ساعته دوام وکړ او په ترڅ کې یې بشار اسد وویل چې اماده دی له ټولو هغو اړخونو سره خبرو ته کیني چې د سوریې کړکیچ سوله ییز او سیاسي حل غواړي.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دواړو خواو په روسیه کې د سوریې په اړه د تر سره کیدونکي کنفرانس په هکله بحث کړی دی.
د لیدنې پر مهال د سوریې ولسمشر د روسي ځواکونو ستاینه کړې ده چې په وینا یې له دوی سره د ترهګرو په له مینځه وړلو کې مرسته کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top