هرات کې د سلو په شاوخوا کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هرات کې د سلو په شاوخوا کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې



د هرات چارواکي وایي چې د یاد ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې سلو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې د شینډنډ په سرایک، میر حیدر، ده علي بیک، ده نو، ده پهلوان او عزیز آباد سیمو کې د افغان ځواکونو له خوا د خالد په نوم عملیاتو کې ۷۵ تنه طالبان وژل شوي دي او ۲۵ تنه نور ټپیان دي.
فرهاد وایي چې د عملیاتو پر مهال ۱۲ تنه وسله وال افغان ځواکونو نیولي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top