امریکایانو په هلمند کې د مخدره توکو پر مرکز ۲۰۰کیلوګرامه بم غورځولی دی

امریکایانو په هلمند کې د مخدره توکو پر مرکز ۲۰۰کیلوګرامه بم غورځولی دی



په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن وایي چې په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید پر مرکزونو یې هوایي عملیات پيل کړي دي.
نوموړی چې په یوه خبري کنفرانس کې یې خبرې کولې ویلي دي نشه یي توکې د وسله والو مخالفینو د مالي ملاتړ عمده منابع دي چې دوی به یې د بمبارۍ په وسیله له مینځه یوسي.
ویل کیږي چې په یادو عملیاتو کې به له بي ۵۲ ډوله الوتکو څخه هم کار اخیستل کیږي.
نیکولسن وویل چې پرون یې په هلمند کې د نشه یي توکو د تولید په یو مرکز ۲۰۰ کیلو ګرامه بم اچولی دی چې یاد مرکز یې په بشپړه توګه له مینځه وړی دی.
ولیدل شي چې د بهرنیو ځواکونو داسې بمبارۍ به رښتیا هم موثرې وي او که نه یوازې به  په افغانستان کې د دوی د وسلو د ازمویلو په موخه تر سره کیږي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top