د نړۍ لس مشهورې کتابپلورنځۍ

د نړۍ لس مشهورې کتابپلورنځۍ



businessinsider  سرچینه
ژباړه : حامد حقمل
 
په دغه مطلب کې دا هوډ لرم چې تاسو ته هغه لس مشهورې او زړه راښکونکې کتابپلورنځۍ وپیژنم چې هر کس باید د مرګ څخه مخکې یې لیدنه وکړي.



دا مهمه نه ده چې تاسو د هغه کتاب درلودونکي شی چې هغه ډیر پخوانی او یا هم په دې خاطر ورته انتظار وباسی چې ګواکی د یو نوی څه په اړه په کې کشف شوی وي، نو که چېرې تاسو یو ټوک کتاب خپل کتابتون ته یوسئ، کېدای شي هملته دې د ډیر وخت له پاره پاتې شي. تاسو که د خپلې سیمې یوه کتابپلورنځي ته یو ځل سر ور دې ننه کړئ، چې  تاسو ته زرګونه کتابونه انتظار باسي له هغو کتابونو نیولې چې د پولیتزر جایزه یې اخیسې ان تر کوچنیو جیبي کتابونو پورې چې تاسو یې کولای شئ په خپل ښار کې تجربه کړئ.
 
دا مهمه نه ده چې تاسو په خپل ښار کې څومره کتابپلورنځۍ خوښېږي، ولې دا هم ښه نه ګڼم چې تاسو هغه تاریخي ساختمان چې له پخوانیو کتابونو ډک وي یوازې په یوه ورځ کې تر پښو لاندې کړئ.
نو په همدې خاطر غواړم د امریکا لس هغه حیرانونکې او زړه راښکونکې کتابپلورنځۍ چې د امریکا په سطحه ورته اشاره شوې، چې کېدای شي همدا شېبه مو ورته د لیدلو تلوسه خورا زیاته شي او د لیدلو په ارمان یې شئ.



۱ــ د نیویورک، مورګان کتابپلورنځۍ
دا د هغه شخص کتابپلورنځۍ ده، چې د نړۍ په سطحه یو شخصي شتمن یادېږ، هغه پیرپونت مورګان دی،  چې ټول لیدونکي ورته په حیرانۍ ګوري د دغې کتابپلورنځۍ سبک د ساختمان جوړښت د پالاتزو او د ایټالیا د رنسانس نه رانیولې تر ارزښت لرونکو کتابونو او هغه کمیابه کتابونو چې په لاس لیکل شوي. لکه د مقدسی کتاب چې 1455 د یوهانس ګوتمبرګ له خوا چاپ شو.نو دا د دې سبب کیږي چې د نړۍ له هرې خوا د دغسې زړه راښکونکو کتابونو لیدنه کیږي.

۲ــ بیلینګز عمومي کتابپلورنځۍ، مونتانا
دغه عمومي کتابپلورنځۍ چې د بیلینګز او یلوایستون ښار د خلکو په چوپړ کې وه، هغه تازه یوه نوی ساختمان ته انتقال شوې وه چې مساحت یې 6130 متر مربع وو، دغه کتابپلورنځی په پخواني میراث او همدارنګه په پخواني سبک باندې د کتاب عاشقانو او د  کتاب مینوالو ته ډيزاین شوې وه، ځای یې زړه راښکونکی وو چې کولای شی یوه ورځ تر لیدنه وکړئ.

۳ــ جرج پی بادی کتابپلورنځۍ، بالتیمور، مریلند
دغه کتابتون د جان هاپکینز په پوهنتون کې دی، چې د دې کتابتون ډیره برخه په حقوقي او سیاسي برخو باندې څرخي خو لوستونکي د دې په برخه کې نه دي، د کتاب عاشقان د نړۍ له هر ګوډ ګوډ څخه د دې کتابتون څخه لیدنه کوي او  یوازې د خپلې خوښې وړ کتابونه پکې لټوي د کتاب بنسټګر وغوښتل چې داسې یو مشهور ځای ته یې هم انتقال کړي بلاخره د بالتیمور د واده په مشهور واده کې یې جوړ کړ.

۴ــ د سیاتل مشهور عمومي کتابتون، واشنګټن
لومړی خو د دې د سیاتل مرکزي کتابتون د ساختمان په لیدنه یوه حیرانوکې او زړه راښکونکې انګېزه وړاندې کوي، هر څوک یې چې وویني نو ځان ته یو خوږ احساس ورکوي. د دې کتابتون ساختمان په داسې فوتوریستیک باندې سمبال شوی چې خلک په یو خاصه انېګېزه ځان ته جلبوي.
په دغه کتابتون کې په میلیونونو کتابونه شتون لري چې د کتاب مینوال کولای شي چې په وړیا توګه یې د امانت په شکل باندې یوسي، او هر څوک که ددې کتابتون څخه لیدنه وکړي نو حتمن به د یو ښه احساس سره مله وي.
۵ــ د کنګرې کتابتون، واشنګټن

د نړۍ په کچه لومړی کتابتون دی! په دغه کتابتون که ۱۶۲ میلیونه کتابونه شتون لري چې تقریبآ ۱۳۴۸ کیلومتر قفسو کې ځای پر ځای شوي دي.
نو په دې سر شمېرنه، بې له شکه چې د کنګرې کتابتون د نړۍ په سطحه یو بډایه کتابتون دی. د شمالي امریکا له لومړي کتاب څخه نیولې ان د امریکا د متحده ایالاتو رییسانو او هغه کتابونو چې په لاس باندې لیکل شوي چاپ کړي دي.

۶ــ  ګوتیک هرست سن سیمئون کتابتون، کالیفرنیا
دغه کتابتون په کال ۱۹۴۷ جرج هرست او د ده د خوږ ملګري جولیا مورګان چې معمار هم وو  په خورا مینه باندې ورغوله، چې نن وخت کې په (هرست کلا) باندې مشهور دی.

۷ــ د ښکولو هنرونو کتابتون، جرمی فیشر، فیلادلفیا، پنسیلوانیا
دغه کتابتون په یو ډول تاریخي شاهکاره بڼه د پنسیلوانیا پوهنتون د ملګرو ملتونو د ملي ګوهر څخه ګڼل کېږي، دغه ساختمان چې له قرمز او اورته ورته رنګونو جوړ شوی دی. په دې کتابتون کې هغه پخواني کتابونه ساتل شوي چې په نړۍ کې ډیر کم او نه پیدا کېدونکي دي.
په کتاب میئن کسان باید په ژوند کې حتما له دې کتابتون څخه یو ځل لیدنه وکړي.

۸ــ  نیویارک کتابتون، نیویارک
د امریکا د هغه اغېزمنو او تاثیر لرونکو کتابتونونو شمیر چې په ټولیز ډول زیا ت کتابونه لري، دغه یو هم د نیویورک د کتابتون ته ځان نه شي رسولی دغه کتابتون خورا زیات کتابونه لري چې څه کم ۸۸ زره د کتابونو قفس او ۴ لوی حقوقي مرکزونه لري، او د امریکا په سطحه لوي کتابتون ګڼل کېږي.

۹: د ګایزل کتابتون، سن دییګو، کالیفرنیا
دغه اکاډومیک کتابتون چې ډيری د پوهنتون د ادبیاتو د برخې کتابونه پکې شتون لري. څومره چې پکې ګرځې همغومره د زړه راښکونکی کوي. د دې کتابتون اصلي نوم تئودور سوس ګایزل چې وروسته په  دکتر ګایزل باندې مشهور شو.
د دې کتابتون ساختماني جوړښت او ډیزاین یې خورا په یو خاص هنر تر سره شوی دی، په یاد کتابتون کې خورا زړه راښکونکي او همدارنګه کارتوني او ډېری کتابونه د داکتر سوس کتابونه شتون لري چې د هر لیدونکي د خوښې وړ ګرځي.

۱۰: د جو و ریکا مینسوتا کتابتون، ایلی نوی، شیکاګو
د مینسوتا کتابتون، د شیکاګو پوهنتون له شپږو کتابتونو څخه پیاوړی کتابتون ګڼل کېږي. دغه کتابتون د ګومبتې ته ورته په ښیښو باندې پوښل شوی دی، دغه کتابتون خورا زیات مشتریان لري چې د ورځې تقریبا ۲۰۰۰۰ کتابونه له دې کتابتون څخه اخیستل کېږي چې دغه تر ډيره به خلکو ته د منلو وړ نه وي او حیرانونکي فکر به کوي.
  
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top