د هلمند په دريو ولسواليو کې د نشه يي توکو او وسله والو مخالفينو پر مهمو مرکزونو هوايي بريدونه شوي

د هلمند په دريو ولسواليو کې د نشه يي توکو او وسله والو مخالفينو پر مهمو مرکزونو هوايي بريدونه شوي



روهي (دوه نۍ/۲۹ لړم)، د غوڅ ملاتړ ماوريت په ملاتړ تېره شپه د هلمند ولايت په موسی کلا، کجکي او واشېر ولسواليو کې د نشه يي توکو او د وسله والو طالبانو پر مهمو مرکزونو هوايي بريدونه شوي دي، چې په ترڅ کې يې د مخدره موادو کارځايونو په ګډون د وسله والو طالبانو يو شمېر مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

د کجکي ولسوالۍ چهارباغ او ګندمرېز بازار سيمو کې ۱۵ د نشه يي توکو کارځايونه او د دښمن پټنځايونه تر هوايي بريدونو لاندې نيول شوي او له منځه وړل شوي دي.

په موسی کلا ولسوالۍ کې دوه د وسله والو طالبانو مرکزونه، چې يو يې د ملا سيف الله او بل يې هم د معراج په مشرۍ اداره کېدل تر هوايي بريدونو لاندې نيول شوي دي، چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ د ماينونو او موټربمونو مسلکيانو په ګډون لس مخالفين وژل شوي او د ډلګی مشرانو په ګډون يې لسګونه نور تر خاور لاندې ياهم لا درکه دي.

په ياده ولسوالۍ کې هم پر درې د نشه يي توکو کارځايونو هوايي بريدونه شوي دي، چې له مخې يې په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

د واشېر ولسوالۍ (سياپوښته) نومې سيمه کې هم د نشه يي توکو دوه کارخانې تر هوايي بريدونو لاندې راغلې دي، چې له مخې يې ۲۳۶ کڅوړې تارياک، پنځه موټرسايکلونه او ۷ تنه کارکوونکي له منځه وړل شوي دي.

په افغانستان کې سوله او ثبات له جرمي اقتصاد، د نشه یي توکو تولید، پروسس او قاچاق سره جدي مبارزې ته اړتیا لري چې نشه یي توکي د جنګ او تروریزم د تمویل له عمده سرچینو څخه بلل کېږي.

د افغانستان حکومت دې ته په کتو چې له جرمي اقتصاد سره له مبارزې پرته به د سولې او ثبات تامین ستونزمن وي، د نشه یي توکو د پروسس سرچینو په نښه کولو لپاره جدي تصمیم او تدابیر نیولي، ترڅو په هېواد کې د نشه یي توکو د پروسس او تجارت ټول مرکزونه او سرچینې نابودې شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top