لیونتوب څه ښوونتوب نه دی!؟

لیونتوب څه ښوونتوب نه دی!؟



د ژوند د ورځو یوه ورځ، چې سره ټکه غرمه وه؛ د لامبېدو لپاره یوه ستر خواړ ته ولاړم.
د غه خواړ زموږ د کلي په شمالي برخه کې دی، چې ځینې خلک یې په کلیواله اصطلاح (چورړو) او ځینې نور یې د (شېر اغزي چینې) په نوم هم یادوي.

خواړ ډیر ویرهونکی دی؛ یو بل اړخ یې خړو/ شنو کاڼو او لویو لویو کامرو نېولی؛ د تنګوالي له لحاظه هم، د ډار سندوق دی؛ ترمنځ یې یوه جګه پرخه ده، چې له هغې ښکته اوبه راتویږي او هلته خلک د لامبېدو په موخه ځي.

د خواړ د دواړو خواوو د شنو پرخو ترمنځ د نریو او روانو اوبو تګ، د خواړ د ښکلا سمبول دی.
څادر پر سر او خواړ ته روان وم؛ د سختې ګرمۍ له امله مې یوازې خپل د پښو دوه قدمه وړاندې ځای لیده خو کله چې خواړ ته ښکته شوم او د راتویدونکو اوبو پر لور مې سترګې کړې؛ ناڅاپه مې سترګې د اوبو پر غاړې، په پلنه او شنه پرخه، په سره رخت کې، ، په یوه پنډوکي ولګیدې؛ زړه مې ډار ونېوه؛ تر دې چې په لاړزیده شوم؛ خوالې مې له بدنه د اوبو پر څیر بې رحمه روانې وې؛ فکر ته مې سلګونه خبرو او وېرو دروازې راخلاصې کړې.

کله به مې فکر کوه، چې کوم بم مم به وي؛ کله به هم په دې وېره کې شوم، چې کېدای شي کوم څوک چا وژلي وي او بیا یې دلته په دې لوی خواړ کې اچولي وي او کله به مې هم ویل، چې له کومو لامبېدوکو به کوم څه شی پاتي شوی وي.

خو په ډار، ډار له څو زړونو سره ورنېږدې شوم؛ کله چې ښه ورلنډ شوم، یو شین شال مې هم ولېده، چې له پورته خوا تر نیمایي پورې پرې پروت ؤ.

ښه ورته ځير شوم؛ لیوانی، ډاریدلی او غمجن لاس، د شال تر خوا ښکاره شو؛ فکر مې وکړ، چې کومه جېنۍ مړه ده خو اصل خبره دا نه وه ځکه دا ژوند له مړو هم بهتر ؤ!!

ناست وم؛ شېبې مې شمارلې؛ له ویرې مې لاس نه شو ورنېږدې کولی ترڅو معلومه کړم، چې څه شی دی!؟
تر نیم ساعت همغلته حیران پاتې شوم؛ بلاخره لاس یې وخوځیده؛ زه هم له وېرې پر خپل ځای یو ناڅاپي پورته شوم.

شال یې په کمه اندازه له مخ ښکته کړ او سر یې راپورته کړ؛ خوبنې، معصومې، ژاړیدلې سترګې یې زما له سترګو سره سترګې شوې.

فکر مې وکړ، چې خوب وینې؛ داسې څنګه کیدای شي؟ دا څوک دی؟ دلته څه کوي؟
خو ښایسته، غمجنې/ بې فکره جینۍ چې پره شنه پرخه پرته وه، رنګ یې ګرمۍ تور کړی ؤ او خوالو یې له هم پر تندې لوبې کولې؛ له سترګو یې ښکاریدل چې، ټوله شپه یې همدلته تېره کړې ده؛ بیا یې خپل خیرن/ شین شال پر ځان راکش کړ او د خپلو لیونیو فکرونو او لیونیو خوبونو قربه شوه.

ما هم پرته له دې چې ولامبم، خپل مخ د کلي په لور کړ؛ له ستړو قدمونو سره غلی غلی را روان شوم.
ومې پتیله، چې لیونتوب څه ښوونتوب نه ده، چې انسان د پر ډار، ښو او بدو، ګرمۍ، یخنۍ او په کورنۍ وپوهیږي حتی که هغه یوه مسته، ځوانه او فکراړوونکي پېغله هم وي.
پای
tags

ستاسې تبصرې

*


Top