ننګرهار: د یو قوماندان په ګډون ۲۲ داعشیانو ته مرګ ژوبله واوښته

ننګرهار: د یو قوماندان په ګډون ۲۲ داعشیانو ته مرګ ژوبله واوښته



روهي (دوه نۍ/۲۹ د لړم)، ننګرهار ولایت اچین او چپرهار ولسوالیو په مربوطاتو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د هوایي بریدونو او نښتې په ترڅ کې د یو قوماندان په ګډون شل داعش وسله وال ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

د اچین ولسوالۍ د عبدالخیلو او نرګوسۍ په سیمو کې تېره شپه د کورنیو ځواکونو له لورې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د ثاقب په نوم د یو قوماندان په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شول او د دوی ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم تخریب شوي دي.

په همدې حال کې د چپرهار ولسوالۍ په کاریزو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او داعش ترمنځ د نښتې په ترڅ کې ۴ داعش وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوی هم دي.
په رامنځته شوو پېښو کې امنیتي ځواکونو او ملکیانو ته کوم زیان ندی اوښتی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top