هلمند: مارجې ولسوالۍ کې ۱۸ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

هلمند: مارجې ولسوالۍ کې ۱۸ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده



روهي (دوه نۍ/۲۹ د لړم) د چارواکو په وينا تېره ورځ په هلمند ولايت د ولت ۱۸ وسله والو مخالفينو ته مرګ - ژوبله اوښتې ده. د افغان پوځ د د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي د نظامي په وينا، چې پر مارجې ولسوالۍ د ميوند(۰۸) عملياتو په لړ کې تر دې دمه ۱۴ وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور تنه نور يې ټپيان دي.

هغه زياته کړه، دغه عمليات د ګډو ځواکونو له لوري تېره ورځ سهار پنځه بجې پېل شوي دي، چې له مخې به يې مارجې ولسوالۍ ته پر اکمالاتو سربېره د لوی لارې او ولسوالۍ شاوخوا سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شي.

جنرال احمدزي وويل، " پدې عملياتو کې لسګونه کړۍ بېلابېل ډول ماينونه شنډ شوي دي، لاره له مارجې ولسوالۍ سره وصل شوې او افغان ځواکونه په ډېر احتیاط سره مخ پر وړاندې روان دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top