د لومړي ځل لپاره چین بار وړونکې برقي کښتۍ جوړه کړه

د لومړي ځل لپاره چین بار وړونکې برقي کښتۍ جوړه کړه



د نړۍ لومړنۍ کښتۍ چې یوازې په برېښنا حرکت کوي، د چین په ګوانګجو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د China Daily د خبر له مخې دغه کښتۍ چې د لیتیمو په بطرۍ کار کوي د کښتیو په جوړونه کې لومړۍ او لویه لاسته راوړنه ده. دغه کښتۍ له دوه ساعته چارج وروسته کولی شي اتیا کیلو متره واټن ووهي، دوه زره ټن بار وړي او په یوه ساعت کې ۱۲،۸ کیلو متره لار وهي.
 په  «Hangzhou» کې د کښتیو د ډایزاین او تحقیق د شرکت مشر هوان ژوالین وایي، دا کښتۍ یوازې په برېښنا حرکت کوي، چاپېریال ته هم زیان نه پېښوي، ډېر ژر به دغه تکنالوژي په مسافروړونکو او انجینیري کښتیو کې هم وکاروو.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top