سوریه کې د ایران یو قومندان وژل شوی

سوریه کې د ایران یو قومندان وژل شوی



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۹مه) د ایران هېواد یوې دولتي رسنۍ ويلي، چې په سوریه کې د سپاه پاسداران ډلې یو لوړ پوړی قومندان خیرالله صمدي وژل شوی دی.
د فارس خبري اژانس په قول، صمدي د سوریې د بوکمال په ښار کې له داعش سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی.
اژانس لیکلي، چې خیرالله صمدي د هاوان مرمۍ د لګیدو په سبب لومړی ټپي شوی و او وروسته یې ساه ورکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران له تېرو شپږو کلونو راهیسې د سوریې د پوځ په ملاتړ سوریه کې جګړه کوي او زرګونه جنګیالي یې د سوریې د رژیم خلاف وسله والو سره په جګړه بوخت دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top