د سوریې پوځیانو د داعش اخري پټنځای هم نیولی

د سوریې پوځیانو د داعش اخري پټنځای هم نیولی



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۹مه) د سوریې دولتي رسنیو ویلي، د دغه هېواد پوځیانو د داعش اخري پټنځای هم نیولی دی.
سنا خبري اژانس پرون راپور ورکړی و، چې حکومتي سرتېرو او متحدینو یې له عراق سره نېږدې د ابو کمال ښار بشپړ کنټرول په لاس کېاخېستی دی.
د ابو کمال ښار په نیولو سره، د داعش سختدریځي وسله وال په څو محدودو کلیو او دښتو کې پاتې دي.
دې ډلې په تېر یوه کال کې د خپل بللي خلافت زیاتې سیمې سوري پوځیانو او امریکا ته ور پرېښودې.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top