اجرئیه رییس په هلفکس غونډه کې د پاکستان دوه مخي توب ښوولی

اجرئیه رییس په هلفکس غونډه کې د پاکستان دوه مخي توب ښوولی



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۹مه) د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د هلیفکس په نړیواله امنیتي غونډه کې د پاکستان په دوه مخي توب خبرې کړې دي.
هغه پرون ورځ په خپله فیس بوک پاڼه لیکلي و؛ "د پاکستان دوه مخې لوبه او له طالبانو ملاتړ د هغوی د یو ځل بیا پیدا کېدو زمینه برابره کړه."
 
نوموړي ویلي، که څه هم ځینې هېوادونه له طالبانو ملاتړ کوي، خو افغان پوځیان ورسره په مبارزه کې دي.
د هلیفکس نړیوالې امنیتي غونډې نهم دور د کاناډا په کوربه توب د دوو ورځو لپاره جوړ شوی و.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top