پاکستان د خپل عمل سزا ولیده

پاکستان د خپل عمل سزا ولیده




پاکستان د پیدایښت له ورځې تاوتریخوالي، افراطیت او ترهګري ته تمایل درلود او د همدغه طبیعي او فطري تمایل له لوري یې ګڼ افراطیان او ترهګر وروزول او وپالل.

د مرحوم داوود خان د واکمنۍ پرمهال چې کله د افغانستان په اخوانیانو (شېخ سیاف، رباني، مسعود، حکمتیار او نور) کړۍ راتنګه شوه، نو پاکستان ته یې پناه یووړه، ځکه دوی پوهېدل چې پاکستان د دوی د سخت دریځۍ، افراطي او ورانکاري فکر د روزولو ښه او مناسب ځای وو.

پاکستاني حکومت او په ځانګړي ډول ای ایس ای دغه ورغلي اخوانیان په خپله غېږ کې ونیول او هغوی ته یې د افغانستان پر ضد په افغانستان کې د ورانۍ، دربدرۍ، ناامنۍ، چاودنو، بریدونو او وژنو په برخه کې روزنه ورکړه. تر څو میاشتنۍ روزنې وروسته یې هغوی د افغانستان سرحدي سیمو ته واستول، تر څو د شهید سردار محمد داوودخان حکومت ته چې د پاکستان پر وړاندې یې سخت دریځ درلود مزاحمت او سرخوږی ایجاد کړي، ځکه پاکستاني مقاماتو غوښتل چې د همدغه نامشروع فشار له لارې شهید سردار محمد داوودخان دېته اړ کړي چې د پاکستان پر وړاندې له سخت دریځۍ څخه واوړي او له پاکستان سره ماته غاړه یوسي.

له افغانستان څخه ورغلیو اخوانیانو چې د ای ایس ای له لوري یې روزنه هم لیدلې وه د هېواد په ځینو سیمو کې چاودنې، بریدونه او ورانکاري فعالیتونه ترسره کړل. پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له وسله وال برید وروسته پاکستان ته طلایي چانس په لاس ورغی، ځکه جهادي تنظیمونه او ډلې یې د خپلو موخو لپاره وروزلې او هغوی ته یې داسې اهداف او پلانونه ورکول چې په پلي کولو سره یې افغانستان تر بلې کاواکه کېده.

له افغانستان څخه د شورویانو له وتلو وروسته پاکستان جهادي ډلې ټپلې خپلمنځیو جګړو ته ولمسولې او د دوی د جګړو له امله افغانستان دومره لوی زیان ولید چې په کلونو کلونو به هم جبران نشي.

کله چې مجاهدین په ولس کې بې باوره او بې نفوذه شول، نو پاکستان سملاسي یوه بله توند لارې او ورانکاره ډله (طالبان) را پیدا کړل او له هغوی څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. د طالبانو پروژه وغځېده او لا تراوسه هم پاکستان د طالبانو له لارې په افغانستان کې خپلې شومې او ناولې هیلې او موخې ترسره کوي، ځکه د همدوی له لارې په افغانستان کې ورانکاري فعالیتونه او ترهګریز بریدونه ترسره کوي.

لنډه دا چې پاکستان د ترهګري او سخت دریځۍ پالنه کوي، مګر دا ځل پاکستان د خپل دغه ناوړه عمل بې خوندي هم وڅکله، ځکه نړیوال باور یې زیانمن شو او اوس یې ټول د ترهګر او د تروریساتو د روزونکي او پالونکي هېواد په توګه پېژني، دا په اصطلاح د ترهګري د پالنې هغه لوړ قېمت دی چې پاکستانی ولس یې ادا کوي.

پاکستان دا فکر کاوه چې ترهګر د دوی متعهد اولادونه، لاسپوڅي او وسیلې دي چې څنګه وغواړي، نو هغسې یې د هر چا په خلاف کارولی شي، خو هغوی هیڅ وخت دا فکر نه کاوه چې دغه ترهګرې ډلې به یوه ورځ دوی ته هم قهرېږي او یوه ورځ به په دوی هم دغه وړ وژونکی او بوږنونکی برید کوي چې په پایله کې به یې سلګونه پاکستانیان ټپیان او وژل کېږي.

پاکستان ته ښایي چې په خپل دغه ناوړه عمل له سره غور وکړي او د ترهګري له پالنې څخه لاس واخلي، ځکه که چېرې دوی لا هم د ترهګري پالنې ته ادامه ورکوي، نو باور دی چې ترهګر به په راتلونکي تر دې نور خطرناک بریدونه هم ترسره کړي او په پایله کې به یې ګڼ پاکستانیان ووژل شي.

که پاکستان د ترهګرو له پالنې او له هغوی سره له خواخوږۍ لاس وانخلي، نو باور دی چې نړیواله کچه به پاکستان منزوي شي، د نړۍ هېوادونه به ورسره خپل مناسبات قطع کړي او حتی پر پاکستان د بندیزونو او په پاکستان کې د ترهګرو پر ضد د نړیوالو قواو د نظامي عملیاتو احتمال هم موجود دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top