غزني ولايت کې د ۷۰ ملیونه افغانیو په ارزښت ۸ پروژي ګټي اخیستني ته وسپارل شوي

غزني ولايت کې د ۷۰ ملیونه افغانیو په ارزښت ۸ پروژي ګټي اخیستني ته وسپارل شوي



روهي (يوه نۍ/۲۸ د لړم)، تېره ورځ غزني ولایت ته د عامي روغتیا د وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز له راتګ سره سم د روغتیا په برخه کې ۸ رغنیزي پروژي، چي ۷ یې د ځینو روغتیایې مرکزونو نوي ودانۍ وي ګټي اخیستني ته وسپارل شوي.

یادي پروژي د غزني په مرکزکې د تروما سنټر، د حکیم سنایې او قلعه جوز داساسي روغتونو ودانۍ، په اجرستان ولسوالۍ کې د لنګر خیل د اساسي روغتون ودانۍ، په ناهور ولسوالۍ کې د بهادر د اساسي روغتون ودانۍ، په مالستان ولسوالۍ کې د شیرداغ داساسي روغتون ودانۍ، په ده یک ولسوالۍ کې د لغباد د اساسي روغتون ودانۍ او دغه راز په مرکز او ولسوالیو کې د ځینو روغتیایې مرکزونو د ودانیو ترمیم او رنګمالي شامله وه.

د غزني والي ښاغلي انجنیر عبدالکریم متین، دغه راز د عامي روغتیا له وزیر څخه وغوښتل څو په دي ولایت کې د نویو روغتیایې مرکزونو د ایجاد ترڅنګ، هغو روغتیایې مرکزونو ته هم نوي او معیاري ودانۍ ورغوي، چي دمګړۍ په ولسوالیو کې په کرایې کورونو کې فعالیت کوي.

د یادوني وړ ده، چي یاد رغول شوي روغتیایې مرکزونه تر ډیره په لیري پرتو ولسوالیو او سیمو کې موقعیت لري.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top