افغانستان د سیمه ییزه همکارۍ مرکز

افغانستان د سیمه ییزه همکارۍ مرکز



د افغانستان ستراتیژیک موقعیت د سیمه ییزه همکاریو له پلوه هم د افغانستان او هم د سیمې د هېوادونو لپاره ځانګړی ارزښت لري. د افغانستان لپاره یې ارزښت په دې کې دی چې له دغې لارې هم خپلې اړتیاوې په اسانۍ پوره کولی شي، هم خپل صادرات په اسانه نورو هېوادونو ته لېږدولی شي او هم د نورو د صادراتو څخه د ترانزیټ حق او مالیه اخیستلی شي.

تر ټولو مهمه لا دا چې د سیمې د هېوادونو د اړیکو په ټينګښت، د مناسباتو ښه والي او د افغانستان او سیمې د امنیت او ثبات په ټينګښت کې زیاته مرسته کولی شي، ځکه د افغانستان ثبات او بې ثباتې د سیمې د هېوادونو پر ثبات او بې ثباتۍ نېغ اغېز لري.

دا نو په افغان حکومت پورې اړه لري چې د خپل هېواد موقعیت د سیمې او نړۍ په کچه څومره ځلولی او ارزښت یې نورو ته په ډاګه کولی شي. همدارنګه حکومت ته ښایي چې د لویو پروژو د ډیزاین او تطبیق له لارې افغانستان عملاً د مرستو په بستر او د سیمه ییزه همکاریو په مرکز او څلور لاره بدل کړي.

د بېلګې په توګه د جنوبي اسیا د انرژۍ زېرمې مخ په تمامېدو دي او بل لورته مرکزي اسیا پرېمانه انرژي لري. مرکزي اسیا د دغې انرژۍ د پلورلو له لارې غواړي چې زیات عاید ترلاسه کړي، نو افغانستان د مرکزي اسیا د انرژۍ د لېږد یا پلور او د جنوبي اسیا د انرژۍ د اړتیا د پوره کولو یوازینۍ، اسانه او ارزانه لاره ده.

د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت بله ګټه داده چې هم به ورسره په هېواد کې کاري فرصتونه زیات شي او هم به د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته او د هېواد اقتصاد وده وکړي. څومره چې اقتصاد او سوداګري وده کوي او کاري زمینې زیاتېږي، نو همغومره به روانې شخړې، جنجالونه، ناامنۍ ورسره کمېږي او بالاخره به افغانستان دایمي امن او ثبات ته ورسېږي.

افغانستان د خپل ستراتيژیک موقعیت له برکته نور په وچه پورې محدود هېواد نه دی، بلکې د سیمې په څلور لار او پل د بدلېدو په حال کې دی. داسې لار او پل چې نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره به ګټور وي او دوی له دغې لارې خپلې اړتیاوې پوره کولی او اموال پلورلی شي.


پاکستان ته ښایي چې د افغانستان دغه ستراتیژیک موقعیت او له دې لارې خپلې پوره کېدونکې اړتیاوې تر نورو ډېرې درک کړي او د ترهګرۍ او ورانکارو ډلوله ملاتړ او پالنې لاس واخلي او د افغانستان د حکومت په څېر ترهګرو او ورانکارو ډلو ته د دې اجازه ورنه کړي چې د پاکستان له خاورې د افغانستان په ګډون د لیرې او نږدې ګاونډیانو پر ضد ګټه واخلي.

همدارنګه دې د افغانستان نېک نېت درک کړي او د زور، جنګ او ترهګرۍ پرځای دې له افغان حکومت سره د دوستۍ، ملګرتیا او ښه ګاونډیتوب لاره اختیار کړي. افغان حکومت تل پاکستان ته د سولې غېږه پرانیستې او هغوی ته یې د ورورۍ لاس غځولی، خو د پاکستان له لوري دا هر څه په ډېره مکارۍ رد شوي، باور دی چې دا ځل به پاکستان د نړیوال فشار د دفعه کولو او د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت په درک کولو سره د افغانستان پر وړاندې په خپل چلند کې جدي بدلون راولي.

که چېرې دوی خپل چلند بدل نه کړي، نو بیا همغه د ولسمشر غني خبره ده چې وایي: ”جنګ ته به په جنګ ځواب ورکړو. موږ جنګ نه غواړو، جنګ په موږ تحمیل شوی دی او موږ په دې جنګ کې برلاسي یوو.“
tags

ستاسې تبصرې

*


Top