په فرانسه کې د پولیسو یوه افسر د خواښي او خسر په شمول ۳ تنه وژلي

په فرانسه کې د پولیسو یوه افسر د خواښي او خسر په شمول ۳ تنه وژلي



په فرانسه کې د پولیسو یوه افسر درې کسان او یو سپی په ډزو وژلي او له هغه وروسته یې ځان وژنه کړې ده.
 راپورونه وایي دغه پولس په ولادواز سیمه کې درې کسان سره له یوسپي په ډزو وژلي او څو تنه نور یې ټپیان کړي دي.
 پولیس وایي چې له ډزو وروسته دغه کس خپل ځان هم وژلی دی.
 ویل کېږي په وژل شویو کې یو کس د همدې پولیس خسر دی او خواښې یې هم سخته ټپي شوې ده. پولیس وایي چې کېدای شي دغه پېښه د کورنۍ ستونزو له کبله پیدا شوې وي او د روان مېلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه ۴۶ د پولیسو افسرانو ځان وژنه کړې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top