د ایران، روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ترکیه کې سره لیدلي

د ایران، روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ترکیه کې سره لیدلي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۸مه) د ایران، روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه د بحث لپاره نن د ترکیې په جنوب کې سره لیدلي دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو له خپلو ایراني او روس سیالانو سرګي لاوروف او جواد ظریف سره په انتالیا ښار کې د تړلو دروازو شاته خبرې کړې دي.
د روسي خبري آژانسو د راپورونو له مخې لاوروف دا خبرې ګټورې بللي او ویلي یې دي چې دوی پر ځینو مهمو مسایلو موافقه کړې ده.
هغه زیاته کړې، چې د ایران، روسیې او ترکیې د وسله والو ځواکونو قوماندانان به هم د ولسمشرانو له کتنې مخکې سره وګوري.
تمه ده، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د روسیې په سوچي ښار کې د خپلو ترکي او ایراني سیالانو کوربه وي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top