جنرال جان هایټن وایي که ټرمپ ورته د اټومي برید کولو امر وکړي نو سرغړاوی به وکړي

جنرال جان هایټن وایي که ټرمپ ورته د اټومي برید کولو امر وکړي نو سرغړاوی به وکړي



د امريکا پوځ د ستراتیجۍ او فضایي چارو مشر جنرال جان هایټن وایي چې که چیرې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورته د اټومي برید کولو امر وکړي نو نوموړی به داسې امر ونه مني.
یاد جنرال چې په واشنګټن کې یې یوې غونډ ته خبرې کولې ویلي دي چې خلک فکر کوي پوځیان احمقان دي خو داسې نه ده، ځکه پوځیان هم نازک حالات درک کولی شي او که چیرې کوم غیر قانوني امر ورته وشي نو سرغړونه به ترې وکړي.
نوموړي ویلي دي چې پوهیږي اټومي برید څومره خطرناکې پایلې درلودلای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې شمالي کوریا څو ځلې په اټومي برید ګواښلې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top