امریکا د افغانستان پر جګړه ۶۸۰ میلیارده ډالر لګولي

امریکا د افغانستان پر جګړه ۶۸۰ میلیارده ډالر لګولي



په افغانستان کې د امریکا د جګړې لګښت، چې په ۲۰۰۱ کال کې پیل شوه تر اوسه پورې ۶۷۹،۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.
د پنتاګون سرپرست پلټونکي ګلن فیین د جمعې په ورځ ویلي، د ۲۰۱۸ مالي کال لپاره د امریکا په بودیجه کې چې د اکتوبر په لومړۍ نېټه تصویب شوه ۶۴،۶ میلیارد ډالره د نظامي عملیاتو لپاره په پام کې نیول شوي چې ۴۵،۹ میلیارده یې د افغانستان د جګړې لپاره ځانګړي شوي دي. په ټوله کې د امریکا کانګرس په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان، عراق او نورو هېوادونو په جګړو کې ۱،۶ تریلیون ډالره لګولي دي.
نوموړي ویلي دا په داسې حال کې ده چې لا هم طالبان له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره نه دي تیار.
ده ویلي، اوس مهال له ۲۵ تر ۳۵ زره طالبان له افغان دولت سره په جګړه بوخت دي او د افغانستان ۵۷ سلنه خاوره په لاس کې لري.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top