ترکیې د سوریې شمال ته اضافي سرتیري لیږلي دي

ترکیې د سوریې شمال ته اضافي سرتیري لیږلي دي



د ترکیې دولت اعلان کړه چې د سوریې شمال ته یې نور اضافي سرتیري هم لیږلي دي.
یاد سرتیري چې شمېره یې ۹۰ تنو ته رسیږي له ترکیې سره پر پوله پراته ولایت ادلب ته داخل شوي دي.
نوموړي سرتیري چې په ټانکونو او پرمختللو وسلو سمبال دي سوریې ته ننوتلي دي تر څو په سوریه کې له میشتو ترکي سرتیرو سره یو ځای شي.
د ترکیې رسمي خبري آژانس اناتولیا ویلي دي چې یاد سرتیري د شنبې په ورځ سوریې ته ننوتلي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top