د ولسمشر ټرمپ ته يو مهم پلان وړاندې کړي

 د ولسمشر ټرمپ ته يو مهم پلان وړاندې کړي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۸مه) ټاکل شوې، چې د امريکا متحدو ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مهم همکاران به ده ته د ٤٧ میليونو ډالرو په ارزښت يو مهم پلان وړاندې کړي.
ABC نيوز ټلويزيون د بهرنيو چارو وزارت د يوې سرچينې له قوله خبر ورکړی، چې دغه پلان پر اوکراين د عصري دفاعي وسلو د خرڅلاو په اړه دى، څو په مرسته يې اوکراين وکړاى شي په سيمه کې د روسيې د تجاوز مخه ونيسي.
دغه ټلویزیون پرون وويل، د دغه پلان له مخې به اوکراين ته د ټانکونو ضد ميزائيلو تر څنګ نورې وسلې هم برابرې شي.
د اوکراين دولتي ځواکونه د دغه هېواد په ختيځ کې د هغو بېلتون غوښتونکو پرضد جګړه کوي چې روسيه يې ملاتړ کوي.
په دې جګړه کې د ٢٠١٤میلادي کال له اپرېل مياشتې راهيسې تر لسو زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top