د کوټې په پښتون اباد کې د پوځیانو پلټنه روانه ده

د کوټې په پښتون اباد کې د پوځیانو پلټنه روانه ده



(روهي ـ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۸مه) د کوټې په پښتون اباد سیمه کې نن سهار وختي د پوځ له خوا چاپه اچول شوې.
ویل شوې، چې د دغې ټولې کوڅې او لاري یې تړلي دي.
په سمه کې خلک وايي، چې د هر کوڅې او لاري په سر کې خپله پوځیان ولاړ دي؛ هر تلونکی او را تلونکی کس تالاشي کوي او د کارډونو پوښتنه یې کوي.
د معلوماتو له مخې، په دغه ښار کې اکثره پښتانه او افغانان اوسیږي.
په سیمه کې د خوشحال روډ څخه نیولې، بیا پورته د میټا چوک په شمول تر عثمان کلا پوري پوځیان خپاره شوي دي.
تر دې وړاندې څو میاشتي هم پاکستاني پوځیانو د کوټې په پښتون میشتو سیمو کې ورته لويی چاپې اچولې وې.
تر اوسه نه دي ویل شوي، چې د پښتون اباد پر سیمه باندي پوځ ولې چاپه اچولې خو په دغه سمیه کې اکثره هغه پښتانه او افغانان اوسیږي چې د پاکستان شناختي کارډ لري.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top