د مخابراتو وزارت تخنيکي مرستيال وايي: په ټولنيزو رسنيو خو په ځانګړې ډول په فيسبوک کې ځينې خلک شخصيت وژنه کوي

د مخابراتو وزارت تخنيکي مرستيال وايي: په ټولنيزو رسنيو خو په ځانګړې ډول په فيسبوک کې ځينې خلک شخصيت وژنه کوي



روهي (نۍ/۲۷ د لړم)، د افغانستان د مخابراتو وزارت تخنيکي مرستيال انجنير سيد احمد شاه سعادات باندې داسې تورونو شتون درلود، چې په مخابراتي لس سلنه ماليه کې يې اختلاس کړی او پر دې بنسټ يې دنده ځنډول شوې وه.
 
نوموړي د ځان په اړه تورونه رد کړې او زياته کړې ده، "زما د دندې ځنډول چې د افغان ټیلیکام د ریاست
لپاره د نوي سرپرست د ټاکلو په هکله وه، چې زه پکې په قانون ماتولو تورن شوی ووم. چه د دغی موضوع د پوره شفافیت او څېړلو لپاره محترم جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني زما دنده وځنډوله چه تر څو یاده قضیه په شفافه توګه وڅیړل شي.
چه له نېکه مرغه، محترم لویې څارنوالۍ له شفافې او هر اړخیزې څېړنې څخه وروسته ماته برات راکړ او رفع د تعلیق شوم او یو ځل بیا خپلې دندې ته راستون شوم."
 

سعادات روهي وېب پاڼې ته ويلي، چې په ټولنيزو رسنيو کې يو شمېر کسانو د نوموړي د بد نوم کولو او شخصيت وژنې هڅه کوله، نوموړي وايي، "یو شمېرمغرضو کړیو په سوشل میډیا خصوصآ په فیسبوک کې د شخصیت وژنې پر بنسټ زما د تعلیق قضیې ته بل رنګ ورکړی وو او هغه یې له ۱۰٪ مخابراتي مالیې کې د اختلاس پورې تړلې وه، چې اصلاً یې زما د قضیي پورې هیڅ تړاو نه درلود."
 
کابو يوه مياشت وړاندې د هېواد ولسي جرګې په کرېډېټ کارتونو باندې د حکومت خوا له لس سلنه ماليه د روڼتيا د نشتون له امله رد کړه، چې د ځينو وکيلان په وينا د مخابراتو وزارت او خصوصي مخابراتي شرکتونو يو شمېر چارواکو په کې د اختلاس هڅې کولې. 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top