طالبان په ځينو ملي مسايلو کې له افغان حکومت سره هم فکره او په يوه کرښه کې ولاړ دي

طالبان په ځينو ملي مسايلو کې له افغان حکومت سره هم فکره او په يوه کرښه کې ولاړ دي



روهي (يوه نۍ/۲۷ د لړم)، د ايران حکومت له خوا سوريي، يمن، شام او عراق ته، هغه افغانان د جګړې لپاره لېږل کيږي، چې په ايران کې د پاتې کېدو او د کار په لټه کې دي.
 
داسې راپورنه خپره شوې دي، چې د ايران حکومت ځوان افغانان اړ کوي، ترڅو د مذهب څخه د دفاع په نوم او يا هم د پيسو په مقابل کې په يادو هېوادونو کې د ايران تر لارښوونې لاندې د ايران د ګټو لپاره جګړه وکړي.
 
افغان حکومت د ايران يادې کړنې په کلکه غندلې او له ايران څخه يې د سپينوي او مخنيوي غوښتنه کړې ده.
 
د طالبانو د جدا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول په مشرۍ طالب ډلې روهي وېب پاڼې ته په وروستۍ رالېږل شوې خبر پاڼه کې، د ايران حکومت له خوا ياده کړنه غندلي او د اسلامي او انساني اصولو خلاف کار يې بللی دی. اعلاميه زياتوي، "د ايران حکومت او استخباراتو دغه ناوړه عمل په سختو الفاظو غندو او مذمت يي کوو، ياد عمل غيرې اسلامي او غيرانساني، نه توجيه کوونکی بشري ضد عمل معرفي کوو.
 
طالبانو همدارنګه په ياده اعلاميه کې له نړيوالې تولنې او اسلامي کنفرانس غوښتنه کړې، چې د ایران حکومت او استخباراتو له خوا، د جګړې لپاره د افغانانو د ناوړه کارونې پر وړاندې غبرګون وښيئ او مخنيوی يې وکړي.
 
که څه هم وسله طالبان له افغان حکومت سره په جګړه کې بوخت دي، خو په ځينو ملي مسايلو کې د حکومت سره په يوه کرښه کې دريږي.
 
طالبانو له دې وړاندې، په بريښنايي پېژند پاڼو کې د افغان او اسلام د کلمو د نه لېکلو پر وړاندې هم غبرګون ښوودلی وو.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.razmohammed mohmend

    SALAM AW EKHTERAM TO ALL AFGHANS;

    IF PEACE COMMITY AT LEAST WANT PEACE IN AFGHANISTAN; THE DELEGATE OF MULA MOHAMMED RASUL IS  EASY TO BECOME TOGETHER WITH AFGHAN GOVERNMENT.
    THIS GROUP IS NOT  FRIEND WITH PAKISTAN AND IRAN.IF AFGHAN GOVERNMENT SPEND LITTLE TIME FOR THIS GROUP/
    THIS WILL BE MORE EFFECTIVE FOR PEACE,ONE HEZBI ISLAMIE AND  HALF GROUP OF TALIBS BECOME TOGETHER WITH GOVERNMENT,FINALLY  THE PERCENTAGE OF GOVERNMENT GOING UP
     THE MORAL OF THE REMIND TALIBS BECOME MORE WEAKeR,AND PEACE WILL COME SOON, THANK YOU
     

     

*


Top