سعد حریري فرانسې ته ورسېد

سعد حریري فرانسې ته ورسېد



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۷مه) په لبنان هېواد کې د سیاسي کړکېچ له کبله، د دې هېواد صدراعظم سعد حریري له سعودي عربستان څخه نن فرانسې ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، له صدراعظم حریري سره یې خپله مېرمن لارا الاعزم مله وه.
تمه ده، چې نن به حریري د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره هم وګوري .
د لبنان صدراعظم سعد حریري، د نومبر په څلورمه نېټه سعودي ته د سفر پر مهال له خپلې دندې استعفا اعلان کړه، خو استعفاد یې نه ده منل شوې. 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top