ملي امنیت په کابل ښار کې چاودېدونکو توکي کشف کړي

ملي امنیت په کابل ښار کې چاودېدونکو توکي کشف کړي


(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۷مه) د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي، چې په کابل ښار کې یې د حقاني شبکې د حملې یو پلان شنډ کړی دی.
د یاد ریاست له خوا نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې له اړوند سیمې څخه د ماینونو، ځانمرګي واسکټ او نورو مهماتو یوه زېرمه کشف کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې حقاني شبکې غوښتل د دغو ماینونو او وسلو په وسیله د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې بریدونه ترسره کړي.
بل خوا یادې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top