غني ويلي؛ د وارداتو ډېروالی افغانستان ته لوی خطر دی

غني ويلي؛ د وارداتو ډېروالی افغانستان ته لوی خطر دی



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۲۷مه) افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې د وارداتو ډېروالی د افغانستان لپاره خورا لوی خطر دی.
هغه کابل کې څلورم ښاري ملي کانفرانس ته په خپلې وینا کې وویل؛ له دوه میلیارد ډېر خوراک توکي او له یو میلیارد ډېر ودانیز او نور مواد له بهر راوړل کېږي.
هغه زیاته کړې، چې وارداتي توکو ته هېڅ ضرورت نشته.
نوموړي پر کورنیو پانګوالو غږ کړی، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
بل خوا افغان سوداګر ناامني د خپلې پانګونې په مخ کې لوی خنډ بولي.
ولسمشر په خپلو ټاکنیزو هڅو کې هم ویلي و چې د سوداګرو او پانګوالو امنیت به خوندي کوي، مګر سوداګر یې په دې برخه کې پاتې بولي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top