اجرائیه مشر د ټرمپ له مرستیال سره لیدلي

اجرائیه مشر د ټرمپ له مرستیال سره لیدلي



د افغانستان اجرائیه مشر عبدالله عبدالله د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس سره لیدلي دي.
د اجرائیه ریاست څخه په خپره شوې یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو مشرانو د افغانستان د پرمختګونو، امنیتي وضعیت او د سیمې په اړه یې سره خبرې کړې دي.
 مایک پنس عبدالله عبدالله ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان سره به د امریکا مرستې روانې وې او امریکا پر خپله ژمنه ولاړ ده.
  http://rohi.af/fullstory.php?id=60813
 اجراییه مشر د امریکا د ولسمشر مرستیال څخه غوښتي، چې پر پاکستان دې فشار راوړي، ترڅو په دغه هېواد کې د "ترهګرو" پټنځایونه له منځه یوسي.
دواړو مشرانو د افغانستان پر امنیت، ټاکنو، اداري پر ضد د مبارزې، د امریکا د نوې ستراتېژۍ پر عملي کېدو او د سیمې په اړه خبرې اترې کړي دي.
اجراییه مشر د امریکا د نوې ستراتېژۍ هرکلی داسې مهال کوي، چې امریکا د تېرو څو کلونو په پرتله په هوايي بریدونو کې ډېروالی راوستی، چې ډېره مرګ ژوبله یې هم ملکي وګړو ته اړولې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top